د ورزش ادارې رهبري د جورجیا هیواد د بایسکل ځغلونې له پخواني روزونکي او سیلاني نودر بریدز سره وکتل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۷:۱۶
د ورزش ادارې رهبري د جورجیا هیواد د بایسکل ځغلونې له پخواني روزونکي او سیلاني نودر بریدز سره وکتل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رئیس مولوي احمد الله وثیق په خپل کاري دفتر کې له جورجیا هیواد څخه راغلي سیلاني او د بایسکل ځغلونې پخواني روزونکي نودر بریدز سره وکتل. په دې لیدنه کې د ورزش ادارې فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدراڼ، د کابل ولایت د ورزش ریاست رئیس مولوي عتیق الله خالد، د المپیکي چارو رئیس داد محمد پاینده اختري، د نشراتو رئیس اتل مشواڼي، د بایسکل ځغلونې فدراسیون رئیس سید نبي الله سادات او د المپیک د اړیکو مسول ارشاد الحق صدیقي هم شتون درلود.

په دې لیدنه کې لومړی د ښاغلي مولوي احمد الله وثیق له لوري راغلي مېلمه ته ښه راغلاست وویل شو او هم یې د خپلو خبرو په جریان کې یادونه وکړه، چې د ا.ا له حاکمیت وروسته د امن له برکته په افغانستان کې ورزش خورا پرمختګ کړی دی. ښاغلي وثیق نودر بریدز ته ډاډ ورکړ، چې د ورزش په برخه کې به نوموړي ته هر ډول سهولت برابر شي او ورزشي برنامو کې به ورته د اشتراک بلنه ورکړل شي.

ښاغلي نودر بریدز په خپلو خبرو کې افغانستان ته په راتګ خوښي وښوده او څرګنده یې کړه، چې د نړۍ نږدې شلو هیوادونو ته یې ورزشي سفرونه کړي دي، چې افغانستان ته راتګ یې تر ټولو خوږه خاطره تشکیلوي، نوموړي د ورزش ادارې له رهبري هم مننه وکړه، چې په ورزشي برنامو کې د ده د ګډون بلنه یې ومنله او هیله یې څرګنده کړه، چې دلته په پلازمېنه کابل کې به د بایسکل ځغلونې په ځینو ورزشي برنامو کې ګډون وکړي او خپلې تجربې به له افغان ورزشکارانو سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۹:۱۵
Background image

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

بلخ ولایت د افغانستان د شمالي ولایتونو له جملې څخه دی، چې خلک یې په لویه پیمانه له ورزش سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۳:۲۷
Background image

پکتیکا ولایت د افغانستان په سویل ختیځ کې موقعیت لري

دغه ولایت د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه یو هغه ولایت دی، چې د بېلا بېلو ولسوالیو وګړي یې له ورزش سره ځانګړې مینه لري او یو شمیر ځوانان یې په مختلفو رشتو کې په تمریناتو بوخت دي.

د دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۲:۳
Background image

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ورزش د ودې او پراختیا لپاره په ۱۴۰۴ هـ. ل کال کې د پام وړ ورزشي فعالیتونه ترسره کړي دي.

د دې ولایت خلک له ورزش سره زیاته مینه لري، چې تل یې د. . .

BACK TO NEWS