د ورزش ادارې رهبري له زمري سالنګي سره ولیدل او د حمایت ډاډ یې ورکړ
 
              د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رئیس مولوي احمد الله وثیق او د دې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د فوټبال ملي لوبډلې له پخواني غړي زمري سالنګي سره، چې له یو لړ اقتصادي ستونزو سره مخ و، ولیدل او د حمایت ډاډ یې ورکړ.
زمری سالنګي د فوټبال ملي لوبډلې غړی پاتې شوی او په دې وروستیو کې له یو لړ اقتصادي ستونزو سره مخ و. په دې لیدنه کې د ورزش ادارې عمومي رئیس ښاغلي وثیق د سالنګي د حالت پوښتنه وکړه او ژمنه یې ورسره وکړه، چې تر ممکنه حده پورې به هڅه وکړي، چې ستونزې یې حل شي او په خپله برخه کې ورته کاري فرصت برابر شي.
