د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د ترکمنستان هیواد له سرکنسول باتر یولوف سره ولیدل

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۹:۳۴
د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د ترکمنستان هیواد له سرکنسول باتر یولوف سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رئیس مولوي مولوي احمد الله وثیق په هرات کې د ترکمنستان هیواد له سرکنسول باتر یولوف سره ولیدل، په دې لیدنه کې د هرات ولایت د ورزش ادارې رئیس مفتي عبدالرحیم رحماني، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست مشاور ګلاب الدین خپلواک، د یاد ریاست د نشراتو رئیس او ویاند اتل مشواڼي، د فني او مسلکي ریاست سرپرست حمیدالله صافي شتون درلود.

د ناستې په پیل کې د ترکمنستان سرکنسول خبرې وکړې هغه وویل: ترکمنستان له افغانستان سره پر سیاسي اړیکو سربېره فرهنګي او ورزشي اړیکو ته هم لېوالتیا لري او په وینا یې مخکې یې هم د ورزش په برخه کې ښې برنامې درلودلې دي. ښاغلي باتر یولوف خوښي وښوده، چې د افغانستان د ورزش ادارې له عمومي رئیس سره ګوري او هیله یې څرګنده کړه، چې په اینده کې د مشترکو ورزشي برنامو لپاره لا غښتلي ګامونه واخلي.

د هیواد د ورزش ادارې رئیس ښاغلي وثیق هم خوښي وښوده، چې ترکمنستان هیواد له افغانستان سره د ورزشي اړیکو او همکارۍ لېوالتیا لري زیاته یې کړه: " ترکمنستان هیواد له ا.ا سره ډېرې ښې اړیکې لري، موږ مخکې هم ورزشي اړیکې درلودلې دي، په راتلونکې کې هم چمتو یوو، چې دغه روابط پیاوړي کړو. تاسې په هرات ولایت کې زموږ د ځینو ورزشي برنامو حمایت کړی چې د ستاینې وړ دی."

د غونډې په پای کې دواړو لوریو د ورزشي اړيکو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ او ناسته ستر رب ته د لاسونو په لپه کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د سرپل مرکز کې د ۵۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۵۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۰:۳۷
Background image

هرات؛ رباط سنګي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۹:۲۰
Background image

د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې د نړۍ‌والو سیالیو C کټګورۍ هېوادونو کې درېیم مقام خپل کړ

له ۱۵ کلنو کم عمره فوټبال لوبډلې د فیفا له ۱۵ کلونو کم عمره نړۍوال جام او جشنواره کې د C کټګورۍ لوبډلو په درېیم مقام له کوربه ازربایجان سره سیالۍ کې دغه هېواد ته ماته ورکړه او د درېیم. . .

BACK TO NEWS