د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د اندونیزیا د سفیر ښاغلي بوډي د ناروغۍ پوښتنه وکړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۹:۵
د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د اندونیزیا د سفیر ښاغلي بوډي د ناروغۍ پوښتنه وکړه

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق او د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د اندونیزیا هیواد د سفیر ښاغلي بوډي د ناروغۍ پوښتنې ته ورغلل او هغه ته یې د روغ صحت دعا وکړه.

ښاغلي وثیق د خپلو خبرو په جریان کې د اندونیزیا سفیر ته د روغ صحت هیله څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د دوی ملاتړ د افغانستان له ورزش څخه خورا ګټور ثابت شوی او په اینده کې یې هم د ورته اړیکو دوام ته ژمنتیا او هیله څرګنده کړه.

ښاغلي بوډي د مۍ پر پنځمه په افغانستان کې د زړه بریالی عملیات ترسره کړ. ښاغلي بوډي په خبرو کې خوښي وښوده، چې په افغانستان کې د ورته عملیاتو اسانتیاوې موجودې دي او هم یې په خپلو خبرو کې د افغانستان د ورزش ادارې له رهبري مننه وکړه، چې د نوموړي د ناروغۍ پوښتنه یې وکړه.

باید یادونه وکړو، چې د اندونیزیا سفارت د افغانستان د بډمنټون فدراسیون د سږ کال مالي مصارف پر غاړه اخیستي دي او په راتلونکې یې هم د افغانستان د ورزشي برنامو د حمایت ژمنه کړې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۲۱:۲۹
Background image

د ویلچر بسکتیال ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې خپله څلورمه لوبه د کویټ پر وړاندې بایلوده

د ویلچر بسکتبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسیا اتلولۍ سیالیو خپله څلورمه لوبه د کویټ پر وړاندې د ۵۰ – ۶۰ امتیازونو په توپیر بایلوده.

افغان ملي لوبډلې له دغو سیالیو څخه دوه لومړۍ لوبې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

زابل؛ غزنويان لوبډلې د اتحاد جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د اوو لوبډلو ترمنځ د "اتحاد جام" په نوم د فوټبال سيالۍ د غزنويان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۱۱
Background image

ننګرهار؛ په مرکزي زندان کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش او زندانونو چارو د سمون ریاستونو په ګډه همغږۍ د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په مرکزي زندان کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته. . .

BACK TO NEWS