د ووشو دوه افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې خپلو اندونیزیایي سیالانو ته ماته ورکړه
د جاپان اویچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي لوبو ووشو برخه کې محمد خالد هوتک په ۷۰ کیلو ګرامه او حمید اشرفي په ۶۵ کیلو ګرامه وزنونو کې خپلې دویمې سیالۍ له اندونیزیایي سیالانو وګټلې او د برونزو مډالونه یې په خپل نوم کړل.
دغه لوبغاړي به د سپینو زرو مډال لپاره سبا( د سپټمبر ۲۳مه) د چیني سیالانو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
یادې سیالۍ د افغانستان په ګډون د اسیا د ٤٥ هېوادونو ترمنځ په ٤١ ورزشي رشتو کې د سپټمبر پر ۱۹مه د جاپان په کوربتوب په ناګویا ښار کې پیل شوې، چې د افغانستان په استازولۍ پکې د نهو ورزشي رشتو ورزشکاران ګډون لري.
