د ویلچر باسکتبال ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو خپله وروستۍ لوبه فلیپین ته بایلوده

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۳:۵۱
د ویلچر باسکتبال ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو خپله وروستۍ لوبه فلیپین ته بایلوده

د ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه د ۵۲ -۴۲ امتیازونو په توپیر فلیپین ته بایلوده.

دغې لوبډلې په یادو سیالیو کې له خپلو پنځه لوبو څخه دوه له هند او نیوزیلنډ څخه وګټلې او درې یې د عراق، کویټ او فیلیپین پر وړاندې وبایللې، چې په دې سره د جاپان ۲۰۲۶ پارالمپیک له سهمیې څخه بې برخې پاتې شوه.

دغه سیالۍ د ۱۴اسیایي هېوادونو په ګډون د ټایلنډ په کوربه‌توب په پلازمېنه بینکوک ښار کې د ورانې میلادي میاشتې پر ۷مه پیل شوې وې او نن( د نومبر ۱۵) پای ته ورسېږي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري دیاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS