د ٢٠٢٦ کال فوټسال آسيا جام د لومړي پړاو سیالیو پچه اچونه ترسره شوه

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۴/۶ - ۲۲:۳۶
د ٢٠٢٦ کال فوټسال آسيا جام د لومړي پړاو سیالیو پچه اچونه ترسره شوه

د اسیا د فوټبال کنفدراسیون (AFC) له لوري په کوالالامپور کې د ٢٠٢٦ کال فوټسال آسیا جام د لومړي پړاو سیالیو د پچه اچونې مراسم ترسره شول، چې په پایله کې یې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله په H ګروپ کې شامله شوه.

په دغه ګروپ کې د افغانستان سربېره کوربه میانمار او مالدیف هېوادونه هم شامل دي او ټاکل شوې، چې د دغو سیالیو مقدماتي لوبې به د روان ٢٠٢٥ کال د سپټمبر له ٢٠مې تر ٢٤مې نېټې پورې په میانمار کې ترسره شي.

د آسیا د فوټبال کنفدراسیون یا AFC د معلوماتو له مخې، د فوټسال آسیا جام دغه مقدماتي سیالۍ به ٣١ آسيايي هېوادونو ترمنځ په اتو ګروپونو کې ترسره چې په اوو ګروپونو کې به یې څلور- څلور او یوه ګروپ کې یې درې لوبډلې ولوبیږي.

د دغو سیالیو په پای کې به د هر ګروپ لومړۍ لوبډله په مستقیم ډول آسیا جام ته ووځي او ټاکل شوې چې د فوټسال آسیا جام سیالۍ به د جون له میاشتې د ٢٠٢٦ کال تر فبروري پورې د اندونیزیا په کوربه توب ترسره شي.

دا چې د افغانستان په ګروپ کې یوازې دوې نورې لوبډلې شتون لري نو ډېر چانس ته چې په خپل ګروپ کې به لومړی مقام خپل کړي.a

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۴۰
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۳۹
Background image

خوست کې د اتو لوبډلو ترمنځ د هاکي سیالۍ پیل شوې

خوست ولایت کې د هاکي ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د دې ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او ښاروالۍ ریاست په ملاتړ د اتو لوبډلو ترمنځ د هاکي سیالۍ پیل شوې.

د دې سیالیو پیلیزه لوبه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۳۲
Background image

هوالباقي

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د بلخ ولایت د بدن ښکلا د لوبډلې لوبغاړي " محمد هارون سخي" په ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او له دې فاني نړۍ څخه یې سترګې پټې کړې دي.

. . .

BACK TO NEWS