د پاخهعمره لوبغاړو ترمنځ د CAFA سیالیو د لومړني پړاو د پيل شونتیا

د CAFA شپږم کلنی کانګرس ترسره شو
د «مرکزي اسیا» د فوټبال فدراسیون شپږم کلنی کانګرس، د دغې فوټبالي اسیايي حوزې د شپږو غړو هېوادونو؛ افغانستان، تاجیکستان، ایران، قرغیزستان، ازبیکستان او ترکمنستان د استازو ترمنځ نن د تاجیکستان په دوشنبه ښار کې جوړ شو.
د افغانستان فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر په حضوري او سکرټرجنرال فضل محمد شهاب په مجازي توګه په دې کانګرس کې ګډون کړی و.
په دې کانګرس کې د افغانستان فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر د پخوانیو کلونو په شان، په CAFA سیالیو کې د افغانستان د ملي لوبډلو پر ګډون ټینګار وکړ او د کافا له اجرايي پلاوي يې وغوښتل، چې په ۲۰۲۲ کال کې په دغو سیالیو کې د ګډون په موخه دې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلو ته د ویزو استانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي کارګر ټینګار وکړ، په وروستیو کې د افغانستان د ۱۵ کلنو ملي لوبډله له چمتوالي سره سره، د تاجیکستان ویزې د نه صادرېدو له کبله، په دغو سیالیو کې چې څه موده مخکې ترسره شوې، له ګډونه پاتې شوه.
د هېواد فوټبال فدراسیون رئیس وویل، د افغانستان فوټبال فدراسیون به په کافا سیالیو کې د ګډون په موخه د افغانستان فوټبال ملي لوبډلو ته ټول امکانات چمتو کړي او د راروان کال د CAFA د مختلو سني کټګوریو په لوبو کې ګډون به د دغه فدراسیون په کاري لومړیتوب کې راشي.
همداراز د کافا په شپږمه کلنۍ ناسته کې، د ازبیکستان فوټبال فدراسیون لومړي مرستیال روشان ایرماتوف د پاخه عمره لوبغاړو ترمنځ د سیالیو طرحه هم وړاندې کړه او د «نوروز» په مناسبت د فیفا په رسمي ورځو کې د دغو سیالیو شونتیا لیدل کېږي.
د ۲۰۲۱ کال کاري راپور، د ۲۰۲۲ کال د بودیجې تصویب او په نوي کال کې د دغه فدراسیون پروګرامونه هم د CAFA د شپږم کلني کانګرس مهم ټکي وو.