د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د ۱۴۰۲ لمریز کال کاري راپور

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۹:۳۹
د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د ۱۴۰۲ لمریز کال کاري راپور

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې د المپیکي، ملي او دودیزو لوبو په برخه کې یو شمېر ورزشي فعالیتونه ترسره کړي او لاسته راوړنې یې لرلي دي، چې راپور یې په لاندې ډول دی.

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د بېلابېلو فدراسیونونو استازولیو په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې ۵۰ ورزشي سیالۍ ترسره کړي دي، چې له دې ډلې یې (۳۷) سیالۍ په مرکز او پاتې (۱۳) نورې سیالۍ یې په ولسوالیو کې ترسره شوې دي.

په دغه کال کې د لامبو وهلو فدراسیون استازولي او د پهلواني دوه کلبونو هم نوی په فعالیت پیل کړی دی، چې په دې سره په اوس وخت کې په یاد ولایت کې د ۲۱ فدراسیونونو استازولي او په بېلابېلو برخو کې ۷۵ کلبونه رسماً فعالیت لري.

د یانې وړ ده، چې د یاد ولایت د ورزشي آمریت له لوري د عنعنوي لوبو او کونګفو فدراسیون غړو ته د ظرفیت لوړونې په برخه کې دوه سمینارونه هم وړاندې شوي دي.

د پروان ولایت ورزشي آمریت د رغونې او بیا رغونې په برخه کې هېڅ ډول کار نه دی ترسره کړی، خو ورزش‌کارانو یې په ۹ بېلابېلو ولایتي سیالیو کې ګډون کړی دی چې په لومړي، دویم او درېیم مقام ګټلو سره یې یو د اتلولي کپ، ۲۳ مډالونه، درې د سروزو، دوه د سپینو زرو او دوه د برنزو مډالونه یې ګټلي دي.

همداراز د یاد ولایت د آشي هارا کراټې شپږ لوبغاړو ایران کې د یادې ورزشي رشتې په سیالیو کې هم ګډون کړی دی، چې په پایله کې له دویم مقام ګټلو سره هېواد ته راستانه شوي دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS