د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي په اړه سیمینار
په تخار ولایت کې د افغان ښځو انسټیټیوټ د سپورت ریاست سره په همکارۍ په دغه ولایت کې د ښځینه ورزشکارانو لپاره د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي په اړه سیمینار جوړ کړ.په دغه یو ورځني سیمینار کې د بیلابیلو سپورتونو لکه واليبال ، تکواندو ، کاراتې ، شطرنج او بیډمنټون څخه 40 ښځینه ورزشکارانو برخه اخیستې وه.
