د کابل ولايت د شطرنج منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۷:۱۰
د کابل ولايت د شطرنج منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ پيل شوې

په کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند په پاراالمپیک ورزشي جمنازيوم کې د کابل ولايت د شطرنج منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ پيل شوې.

په دغو سياليو کې د کابل ښار کلبونو تر ٧٠ زيات ورزشکاران ګډون لري چې څلور ورځې به دوام وکړي.

د دغو سياليو موخه د کابل ولايت د شطرنج منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

د دغو سياليو په ترڅ کې به ١٥ تنه د کابل شطرنج منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د شطرنج فدراسیون د معلوماتو له مخې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ به د شطرنج ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ هم په کابل کې پيل شي چې د ٢٩ ولايتونو تر ١٣٠ ورزشکاران به پکې ګډون وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۳۸
Background image

پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مټاخان ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بلال احمد لوبډلې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۲۷
Background image

ننگرهار کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال اباد ښار په پنځمه ناحیه کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونړ ولايت زلزله ځپلو سره د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۹:۱۱
Background image

BACK TO NEWS