د کاپیسا ولایت، اله سای ولسوالۍ د والیبال تورنمنټ د اتحاد جوانان مرکزی اله سای لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد.
یادې سیالۍ له دوو میاشتو را په دې خوا د اله سای ولسوالۍ د مرکز او درو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د اله سای ولسوالۍ په مرکز کې د آزادۍ جام په نوم ترسره شوې.
د لوبو وروستۍ پړاو د اتحاد جوانان مرکزی اله سای او جوانان مجاهد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې اله سای لوبډلې ۳ په ۱ جوانان مجاهد لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې په خپل نوم کړ.
یادې لوبې د والیبال فدراسیون او د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او سپورت آمریت تر څار لاندې ترسره شوې.
