د کاپیسا په کوربتوب د څلور ولایتونو ترمنځ د کونک فو سیالۍ ترسره شوې

د کاپیسا په کوربتوب د نوموړي ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت له خوا د یاد ولایت د ولایت مقام په همکارۍ د څلور ولایتونو ( کاپیسا، کابل، پنچشېر او پروان) د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ په مرکزي جمنازیوم کې د کونک فو سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې د کاپیسا ولایت د کونک فو لوبډلې لومړی مقام، پروان دویم او پنچشېر درېیم مقام خپل کړ.
د نوموړیو سیالیو لیدو او مراسمو ته د یاد ولایت د مقام معاون، د کاپیسا ولایت د ورزش مسولین، د کونک فو فدراسیون هیئت او ګڼ شمېر مینوال ورغلي وو.
په پای کې ګټونکو ورزشکارانو ته ستاینلیکونه او د قهرمانۍ حکمونه ورکړل شول.