د کاپیسا په کوهبند ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ د ابوالسعید لوبډلې وګټلې

د کاپیسا ولایت په کوهبند ولسوالۍ کې د والیبال هغه سیالۍ چې څو ورځې وړاندې د ۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، پرون د ابوالسعید لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دې سياليو په وروستيو مراسمو کې د کاپیسا سپورت ادارې او نورو ځایي دولتي ادارو مسوولينو برخه اخيستې وه او ګډون کوونکې لوبډلې يې وهڅولې.
د دې پړاو وروستۍ لوبه د ابوالسعید او شمشیر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د ابوالسعید لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته ۱-۳ ماتې ورکړي او د اتلولۍ جام خپل کړي.
په پای کې د مسوولینو له لوري ګټونکو لوبډلو او غوره لوبغاړو ته ډالۍ، کپونه او مډالونه وویشل شول.