د کریکټ ملي لوبډلې متحده عربي اماراتو ته ماته ورکړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۲۲:۲۳
د کریکټ ملي لوبډلې متحده عربي اماراتو ته ماته ورکړه

د کریکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ شل اوریز نړۍ‌وال جام سالیو خپله درېیمه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته د پنځه ویکټو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ کې د متحده عربي اماراتو له لوري د ۱۶۱ منډو ورکړل شوی هدف په ۱۹،۲ اورونو کې پوره شو.

افغان ملي لوبډله به خپله څلورمه لوبه د سلواغې پر ۳۰مه له کاناډا سره وکړي.

دغه سیالۍ د شل هېوادونو په ګډون د هند او زمبابوې په کوربه‌توب د روانې میلادي میاشتې پر ۷مه پیل شوي او د مارچ تر ۸مې نیټې به دوام وکړي، چې افغانستان په D ګروپ کې له نیوزیلند، سویلي افریقا، کاناډا او متحده عربي اماراتو سره سیالي کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۵
Background image

کونړ؛ ناړۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ناړۍ ولسوالۍ په پاشنگر سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۲۱:۴۶
Background image

د غمرازۍ پېغام

په ډېر خواشینۍ سره بیانوو، چې د هوایي ورزشونو د فدراسیون رئیس نوید پوپل نن په بامیان ولایت کې د تمریناتو پر مهال را لوېدلی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی.

د ورزش ادارې رهبري د مرحوم نوید. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۲۱:۴۱
Background image

کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسیون له لوري د کابل په ګډون د هېواد له ۲۱ ولايتونو څخه د ۲۰۹ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس ۱۹م. . .

BACK TO NEWS