د کرېکټ ملي اتل ارواښاد شاپور ځدراڼ جنازه کابل ته راورسېده

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۵۹
د کرېکټ ملي اتل ارواښاد شاپور ځدراڼ جنازه کابل ته راورسېده

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست رهبري غړو او د بېلابېلو ورزشي رشتو ګڼو ورزشکارانو د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي ارواښاد شاپور ځدراڼ جنازې ته د درناوي او د نوموړي له کورنۍ سره د خواخوږي او غمشریکي څرګندولو په موخه کابل نړۍوال هوایي ډګر ته ورغلل.

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د ارواښاد شاپور ځدراڼ کورنۍ، خپلوانو او د افغانستان ټول ولس ته خواخوږي څرګنده کړه او د هغه مړینه یې د هېواد د ورزش، په ځانګړي ډول د افغانستان د کرېکټ لپاره ستره ضایعه وبلله.

شاپور ځدراڼ له نږدې څلورو میاشتو راهیسې د ناروغۍ پر بستر پروت و، چې تېره ورځ یې د هندوستان په یوه روغتون کې ساه ورکړه او جسد یې نن کابل ته راوړل شو.

ټاکل شوې، چې د ښاغلي ځدراڼ د جنازې لمونځ به سبا پنجشنبه د کابل ښار په عیدګاه جومات کې ادأ او له لمانځه وروسته به یې جنازه په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱
Background image

په پارا اسيايي سياليو کې علي سجاد همراز په لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړه

د افغانستان د پاراتکواندو لوبغاړي علي سجاد همراز د پارا اسيايي پنځم پړاو سياليو په لومړۍ لوبه کې د میانمار تجربه‌کار او نوموتي سیال ته په دوو پرله‌پسې پړاوونو کې د ډېرو نمرو په توپیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۹
Background image

پروان؛ بګرام ولسوالۍ کې د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې

د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلواني ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بګرام ولسوالۍ کې له پنجشېر، کاپيسا او پروان ولايتونو څخه د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۴۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبدلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د خان زاده لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS