د کرېکټ نړۍوالې شورا د شل اوريزو لوبو په غوره لوبډله کې راشد خان هم شامل دی

د کرېکټ نړۍوالې شورا د ۲۰۲۴ کال شل اوريزو لوبو په غوره لوبډله کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د شل اوريزو سياليو لوبډلمشر راشد خان هم شامل دی.
په دغې لوبډله کې له هند څخه څلور لوبغاړي او له انګلستان، ويسټ انډيز، زمبابوې، پاکستان، سريلانکا او اسټرالیا هېوادونو څخه يوـ يو لوبغاړی شامل دی.
د کرېکټ نړۍواله شورا د کال غوره لوبډله کې د لوبغاړو ټاکنه، د لوبغاړو خپل فارمټ کې د وروستیو لاسته راوړنو پر بنسټ کوي.