د کندز ولایت د فوټبال الف غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د کندز ولایت د فوټبال الف غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.
تمیم هیبت
دغه سيالۍ چې د ورزش ادارې په همکارۍ د کندز د مرکزد الف ګروپ فوټبال د لسو ټيمونو ترمنځ د لړم په ٢٢مه پيل شوې وې د ستاره ها لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې.
د دې سياليو وروستۍ لوبه د ستاره ها او اميد واحدي د ټيمونو ترمنځ ترسره شوه چې د ستاره ها ټيم په دوو ګولونو سره د اميد واحدي ټيم ته ماتې ورکړه او د دغه پړاو د اتلولۍ کپ وګټه.
دغه سيالۍ دکندز په ورزشي لوبغالي کې په بشپړ امنیت کې دزرګونو نندارچيانو ترمنځ ترسره شوې .
د مسؤلینو په وينا، له دغو سياليو څخه يې موخه د کندوز د ځوانانو ترمنځ د فوټبال وده ، او ځوانان د مخدره توکو څخه لرې ساتل وو.
په پای کې د لومړۍ تیم او دویم تیم لوبغاړي په جایزو وستایل شول.