د کندز په ارچي ولسوالۍ کې دفوټبال سيالي ترسره شوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۱ - ۱۱:۵۹
د کندز په ارچي ولسوالۍ کې دفوټبال سيالي ترسره شوې

دغه سیالۍ د کندز ولایت د فوټبال فدراسیون مسئولینو په هلو ځلو د ورزش ریاست تر چتر لاندې د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د خواجه غار عقابانو، ارچي استقلال ټیمونو ترمنځ په درېیو کټګوریو کې تر سره شوې.

په دغو ګټګوریو کې تنکي ځوانان، ځوانان او لویان شامل وو چې د کندز بدني روزنې او ورزش سرپرست محمدقیوم رحیمي، فوټبال فدراسیون رئیس رشید صمدي او فوټبال فدراسیون فني او مسلکي مسئول خیرمحمد خیر اندیش او ورزشکارانو یې لیدنه کوله.

د غه سیالۍ چې د ارچې په مرکزي لوبغالي کې ترسره شوې د تنکیو ځوانانو په برخه کې خواجه غار۳ـ۰ ارچې لوبډلي ته ماتي ورکړه او د ځوانانو په برخه کې ۱ـ۱ او د لویانو په برخه کې ۳ـ۲ د ارچې استقال لوبډلې بریا خپله کړه.

په پای کې د فوټبال فدراسیون له لوري ورزشکارانو ته جایزې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS