د کندز په ورزشي لوبغالي کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ریاست په ورزشي لوبغالي کې د شمالي ولایتونو د ۱۴۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د کورش پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د یاد ولایت ورزشي مسوولینو، ورزشکارانو او د ورزش زرګونو مینوالو برخه اخیستې وه.
د یادونې وړ ده چې د دغو سیالیو په پای کې یو شمېر ورزشي نندارې هم ترسره شوې او په پای کې غوره لوبغاړو ته مادي او نغدي ډالۍ ورکړل شوې.