د کندهار ورزش ریاست او سبا د لوړو زده کړو موسيسې تر منځ ورزشکارانو ته د لوړو زده کړو زمينې برابرولو هوکړه لیک لاسلیک شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۱ - ۹:۷
د کندهار ورزش ریاست او سبا د لوړو زده کړو موسيسې تر منځ ورزشکارانو ته د لوړو زده کړو زمينې برابرولو هوکړه لیک لاسلیک شو

د کندهار ولايت د ورزش رياست او سبا د لوړو زده کړو موسيسې ترمنځ ورزشکارانو ته د لوړو زده کړو سکالرشيپونو د ورکړي هوکړه لاسلیک شوه.

د کندهار ولايت په پوهنتونونو، ښوونځيو او مدارسو کې د ورزش د پراختیا عمومي مدیر اکرام الله اسد وایي؛ د دې هوکړې له مخې د سبا پوهنتون د کندهار او ورزش ریاست ته ۵۰ سکالرشیپونه ورکړل شول.

د اسد په خبره؛ د یادو سکالرشیپونو په واسطه به د کندهار د ورزش ریاست له لوري د سبا پوهنتون ادارې ته ور معرفي شوي ورزشکار ته په کمپیوټر ساینس پوهنځي کې ۷۰ سلنه او اقتصاد پوهنځي کې ۷۷،۵ سلنه تخفیف ورکول کيږي.

د کندهار د ورزش رياست مسوولين وايي؛ په راتلونکې کې به هم له بېلابېلو نورو خصوصي پوهنتونونو سره هم ورته هوکړې وکړي؛ ترڅو هغو ورزشکارانو ته هم د لوړو زده کړو زمينه برابره شي، چې د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله له زده کړو بې برخي شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ په ۱۰۰ متري واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۰
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایلوبه د عبیدالله او قاري خبیب لوبډلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۴۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ستاره های قلندري ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS