د کندهار په احمد شاهي لوبغالي کې د يووالي او ورورولۍ په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۰:۳۴
د کندهار په احمد شاهي لوبغالي کې د يووالي او ورورولۍ په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې

په کندهار کې د يووالي او ورورولۍ په نوم د فوټبال سيالۍ د کندهار د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د کندهار فوټبال فدراسیون له لوري د څلورو پياوړو لوبډلو ترمنځ د شپږ ورځو لپاره پیل شوې.

په دغو سياليو کې د پکتيا تلاش، هلمند بارک، کندهار ځوانانو او ميرويس نيکه لوبډلو ګډون کړی دی، د پيل لوبه د کندهار ځوانانو او پکتيا تلاش لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې له يوې په زړه پورې سيالۍ وروسته مساوي پای ته ورسېده.

د يادې سيالۍ د پيل په مراسمو کې د کندهار د بدني روزني او ورزش رئیس حافظ محمود آغا بشر، د کندهار د فوټبال فدراسیون مسئولینو، د افغانستان د فوټبال فدراسیون د اجرايه بورډ غړي حاجي محمد نصیر رحماني، له هلمند او پکتیا ولایتونو څخه راغلو مېلمنو، ګڼ شمېر نورو دولتي مسئولینو او د فوټبال سلګونو مینوالو ګډون کړی و.

د کندهار د فوټبال فدراسیون مسئولین وایي، چې د یادو سیالیو موخه د کندهار او نورو ولایتونو د فوټبال لوبغاړو ترمنځ ورورولي، يووالی دی او تر څنګ يې وکولای شي په ياده برخه کې خپلې تجربې له يو بل سره شريکې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS