د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د غېږ نیونې سیالۍ
یکشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۰
نوید صهیب
یادې سیالۍ چې تېره چهار شنبه، پنجشنبه او جمعه ترسره شوې، د کورش، سامبو او غېږ نیونې فدراسیون د محلي استازولۍ لخو اداره کېدې.
په دې سیالیو کې له هرات، فراه، کندهار او چمن څخه تر سلو زیاتو ورزشکارانو ګډون کړی ۇ.
د لوبې په وروستیو کې لوبغاړو ته لوړې نغدي ډالۍ او موټرسیکلونه ورکړل شول.
د یادو سیالیو موخه غېږ نیونې ته ورته ملي په ترسره کولو سره د هېوادوالو ترمنځ د یوالي فضاء رامنځ ته کول بلل شوي.
