راشد خان په شل اوریز کرېکټ کې تر ټولو مخکښ ویکټ اخیستونکی شو

د افغانستان کرېکټ ملي لوبغاړی راشد خان د نړۍوال شل اوریز کرېکټ لوبو کې د ۶۳۳ ویکټو په اخیستلو د نړۍ مخکښ ویکټ اخیسټونکی شو.
تر راشد خان مخکې د ویسټ اینډیز چټک توپ اچوونکی دوان براوو د ۶۳۱ ویکټو په درلودو تر ټولو مخکې و، خو راشد خان د سویلي افریقا کریکټ لیګ د تېرې ورځې لوبه کې دوه ویکټې واخیستې او د براوو ریکارډ یې مات کړ.
راشد خان د ۲۰۱۵ میلادي کال په اکتوبر میاشت کې شل اوریز نړۍوال کرېکټ پیل کړ، چې اوس مهال د افغانستان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر دی.