رطوفان لوبډلې د دایکندي ولایت تر ۱۷ کلنو کم عمره د فوتسال جام سیالیو اتلولي وګټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۱۲:۳۸
طوفان لوبډلې د دایکندي ولایت تر ۱۷ کلنو کم عمره د فوتسال جام سیالیو اتلولي وګټله

تر ۱۷ کلنو د کم عمره فوټسال جام سیالۍ چې څلور اوونۍ وړاندې د دایکندي په ناصر خسرو ورزشي جمنازیون کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، تېره ورځ د طوفان مرکز لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پايلوبه کې د طوفان مرکز لوبډلې د ۵-۱ ګولونو په توپير ارمان شهید لوبډلې ته ماتې ورکړه.

روح الله جعفري د غوره لوبغاړي او نصرت الله قاسمي د دې سیالیو د غوره ګول وهونکي په توګه وټاکل شول.

په پای کې ګټونکو لوبډلو او غوره ورزشکارانو ته کپونه او جایزې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

 

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۵
Background image

بلخ؛ په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسیدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ او د فوټسال کېمټې له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې دوې اوونۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۴
Background image

هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې. . .

BACK TO NEWS