رقیب الله فاروقي بېرته هېواد ته راستون شو

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۱ - ۱۱:۴۲
رقیب الله فاروقي بېرته هېواد ته راستون شو

د فري سټایل لوبو لوبغاړی رقیب الله فاروقي په هېواد کې د بدلون له راتګ وروسته له هېواده بهر تللی و او د ورزش ادارې په هڅو بېرته هېواد ته راستون شو.

د المپیک ملي کمېټې او ورزش رییس انجینر نظرمحمد مطمئن ښاغلي فاروقي ته ښه راغلاست ووایه او خوښي یې وښوده، چې نوموړی بېرته هېواد ته راستون شو.

ښاغلي مطمئن همدارنګه نورو بهر مېشتو افغان لوبغاړو څخه وغوښتل، چې هېواد ته راستانه شي او هېواد ته د ویاړونو په راوړلو کې برخه واخلي.

ښاغلي فاروقي د پاورلېفټینګ، د بدن ښکلا، رزمي لوبو، کبدي او غره ختنې په برخه کې اته کاله لوبې کړې دي. همدارنګه ښاغلي فاروقي په هېواد کې د ورزش سټایل بنسټ ایښودونکی دی او د دې تر څنګ په منفي ۲۲ درجو هوا کې یو نړۍوال ریکارډ هم لري.

د یادونې وړ ده، چې ښاغلی رقیب الله فاروقي د بکلوریا تر کچې زده‌کړې کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS