زابل، شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پاک افغان لوبډلې د ۲ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې استقلال لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
