زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د نېک نام لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې نېک نام لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې سید خېل لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
