زابل؛ د شاه جوی فوټبال سيالۍ د شاهين لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۴ - ۱۰:۱۸
زابل؛ د شاه جوی فوټبال سيالۍ د شاهين لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او فوټبال فدراسيون په همغږۍ د ياد فدراسيون له‌ لوري په شاه جوی ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سياليو اتلولي شاهين لوبډلې خپله کړه.

د دغو سياليو پايلوبې ته شاهين او ننګ لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې شاهين لوبډلې خپلې سيالې ننګ لوبډلې ته د ۳_۰ ګولونو په‌توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

يادې سيالۍ د ځوانانو د اتحاد په‌ نوم يوه مياشت وړاندې پيل شوې وې او موخه يې د ځوانانو ترمنځ يووالی او اتحاد وو.

هېره دې نه‌ وي، چې په پای کې غوره لوبډلو او ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۲۴
Background image

کاپیسا کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کش کولو سیالۍ ترسره شوې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کش کولو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۱۹
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۱۶
Background image

بلخ کې د عقابان شمال غرختنې لوبډله د الکه غرونو ته وختله

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د غرختنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د عقابان شمال غرختنې لوبډله د الکه غرونو ته وختله.

یاده لوبډله. . .

BACK TO NEWS