زابل؛ د مرکز قلات اړوند لب دریا کلي د والیبال سیالۍ د طوفان هریرود لوبډلې وګټلې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او والیبال فدراسیون په ګډه همغږۍ د یاد ولایت په مرکز لب دریا کلي کې د والیبال سیالۍ، چې پنځه ورځې وړاندې د څلورو لوبډلو ترمنځ د یوالي په نوم پیل شوې وې د طوفان هریرود لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې طوفان هریرود لوبډلې خپلې سیالۍ هریرود لوبډلې ته د ۳-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته د یاد ولایت د ورزشي امریت له لوري کپونه، ستاینلیکونه او ورزشي توکي ورکړل شول.