زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د شوبار استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې شوبار استقلال لوبډلې د ۲/۱ ګول په توپیر خپلې سیالې اتحاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
یادې سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې شل ورځې یې دوام وکړ.