زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٤٤ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کیک بوکسنګ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له څلورو کلبونو د ۴۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنک سیالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د ځوانانو، نویو ځوانانو او مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پايله کې د چینې کلب ورزشکارانو لومړی مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د کيک بوکسېنګ لوبې ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.