زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې د روزي محمد نوري کلب ورزشکارانو لومړی او حمیدالله نوري کلب ورزشکارانو بیا دویم مقام خپل کړ.
