زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو پایله کې د استاد علا نور کلب ورزشکارانو لومړی او معلم روزي محمد کلب ورزشکارانو بیا دویم مقام خپل کړ.
