زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۶ ورزش کارانو ترمنځ د کېک جستو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۳:۵۹
زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۶ ورزش کارانو ترمنځ د کېک جستو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کېک جستو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جستو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې د استاد نقیب الله، استاد عبدالقیوم او استاد احمد کلبونو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې د استاد نقیب الله کلب ورزشکارانو د زیاتو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.

دا سیالۍ د کېک جستو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۸
Background image

میدان وردګ؛ د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو ملي فدراسیون له لوري د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولايتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۵
Background image

پکتیا کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار ورزشي سټډیوم کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې.

. . .
جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۳
Background image

خوست؛ په مرکز متون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ او د خوست ولايت د محبس د مسؤولینو په همغږۍ د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې. . .

BACK TO NEWS