زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ چې يوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې د لودين استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې لودين استقلال لوبډلې خپلې سيالې اتحاد ځوانانو لوبډلې ته د ۱-۰ گول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
