زابل؛ قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې د عتیق الله او ارشاد کلبونو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، په پايله کې د ارشاد کلب ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.