زابل؛ لب دريا لوبډلې د سلطان محمود غزنوي په نوم د واليبال سياليو اتلولي وګټله

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۹ - ۱۱:۵۹
زابل؛ لب دريا لوبډلې د سلطان محمود غزنوي په نوم د واليبال سياليو اتلولي وګټله

د زابل ولايت د ورزشي امريت او لب دريا کلي د واليبالرانو په همغږۍ د نوموړي ولايت مرکز قلات اړوند لب دريا په کلي کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سياليو اتلولي لب دريا لوبډلې خپله کړه.

دغه سيالۍ د سلطان محمود غزنوي په نوم څلور ورځې وړاندې پيل شوې وې، چې په پايلوبه کې لب دريا لوبډلې خپلې سيالې طوفان هريرود لوبډلې ته د ۳_۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

هېره دې نه وي، چې د يادو سياليو په پای کې د نوموړي ولايت د ورزشي امريت له لوري اتلې لوبډلې ته ورزشي توکي ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۲
Background image

ميدان وردگ کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت او د ووشو ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې له څلورو ولايتونو ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نهم پړاو خزاني. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۰
Background image

بلخ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۴۸
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پیل شوې وې؛ د خادم یارانو لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS