زابل؛ مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د پوهنتون الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې پوهنتون الف لوبډلې د ۲ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې شیخ مټي الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د پولیو د له منځه وړلو لپاره دعامه پوهاي په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
