زابل؛ مرکز قلات ښار کې د تېږې اچونې سيالۍ تر سره شوه

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند، د ملي او دوديزو لوبو مديريت لۀ لورې، د ياد ولايت په مرکز قلات ښار سحراني سېمه کې د ۷۰ تنو ځوانانو تر منځ د تېږې اچونې سيالۍ تر سره شوه.
دغه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، موخه يې ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و. په پاې کې احمد جان لومړی، حاجي کوچي دوېيم او هارون درېيم مقام خپل کړ.