زابل؛ مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو ترمنځ د سانبو کورش سیالۍ تر سره شوې.
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سانبو کورش سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو چې یوه ورځ یې دوام وکړ د همراز او استاذ علي احمد احمد د کلبونو لوبغاړو ترمنځ د ځوانانو او نوي ځوانانو په کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې د استاذ همراز کلب ورزشکارانو لومړی مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو د ترسره کېدو موخه د سانبو کورش ورزش ته وده ورکول وو؛ د سیالۍ په پای کې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري غوره لوبغاړو ته ورزشي سامان، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
