زابل؛ مرکز قلات ښار کې د والیبال سیالۍ د پوهنتون الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۱:۳۴
زابل؛ مرکز قلات ښار کې د والیبال سیالۍ د پوهنتون الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د پوهنتون الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د پوهنتون الف، پوهنتون ب، ولایتي روغتون الف او ولایتي روغتون ب لوبډلو برخه اخیستې وه چې پایلوبه کې یې د پوهنتون الف لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو د ولایتي روغتون الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

یادې سیالۍ د دولتي ادارو د کار کوونکو ترمنځ د همغږي په موخه ترسره شوې چې شپږ ورځې یې دوام وکړ او په پای کې د یاد ولایت د ورزشي آمریت له لوري غوره ورزش کارانو ته ورزشي توکي ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۵۹
Background image
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شل ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک نندارې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د جمناستیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار کې د شل ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک نندارې ترسره شوې.

دغه ورزشي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۵۶
Background image

ننګرهار کې د پنځوس ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ووشو فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار کې له اوو کلبونو د پنځوس ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.

دا. . .

BACK TO NEWS