زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو تر منځ د پاورلفټينگ سيالۍ تر سره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۱۲:۹
زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو تر منځ د پاورلفټينگ سيالۍ تر سره شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د پاورلفټينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د دې ولايت په قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو تر منځ د پاورلفټينگ سيالۍ تر سره شوې.

په يادو سياليو کې د زابل ځوانانو او استاد خوشحال کلبونو څخه په دوو کټگوريو کې، ځوانانو او لويانو برخه اخيستې وه، چې په ځوانانو کې احمد ضياء د ۲۳۰ کیلوگرام وزن او لويانو کې خوشحال روفي د ۲۲۰ کیلوگرام وزن په پورته کولو سره لومړي مقامونه خپل کړل‌.

د دغو سياليو د ترسراوي موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

په پای کې د ورزش آمريت له خوا ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۷
Background image

بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتلانو جام په نوم له کار او ټولنيزو چارو رياست څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۴۰
Background image

BACK TO NEWS