زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۵ ورزش کارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۳۵ ورزش کارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ د استاد صدیق الله کلپ په اتلولي پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې د استاد صدیق الله او استاد محمد داؤود کلبونو ورزش کارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې د استاد صدیق الله کلپ ورزش کارانو د ډېرو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.
یادې سیالي ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
