زابل؛ په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د اختريز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳۱ - ۹:۳
زابل؛ په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د اختريز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت له لوري د ياد ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د اختريز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د سليمان زو لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړنۍ لوبه د سليمان زو او اراکو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، سليمان زو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو ۱۲ اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۷۹ منډو هدف کېښود، اراکو لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۶۱ منډو په توپير يې ماته ومنله‌.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به لس ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۱۱
Background image

ننګرهار؛ په مرکزي زندان کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش او زندانونو چارو د سمون ریاستونو په ګډه همغږۍ د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په مرکزي زندان کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۰:۲۲
Background image

بلخ؛ د حيرتان ښارګوټي کې د ۷۰کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په حيرتان ښارګوټي کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۹:۳۶
Background image

BACK TO NEWS