زابل؛ په شاجوی ولسوالۍکې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کیک بوکسېنګ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د دوو کلبونو د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ نويو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په عمري کټګوریو کې د کیک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د استاد احمد جان او استاد نقیب الله د کلبونو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې د استاد احمد جان د کلب ورزشکارانو بريا خپله کړه.
د يادو سياليو موخه دکيک بوکسېنګ ورزش ته وده ورکول و، چې دوې ورځې يې دوام وکړ، په پای کې غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه ورکړل شول.
