زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک جيتسو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کیک جيتسو فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې درې کلبونو د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ کيک جيتسو سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ، چې د نويو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورز شکارانو په عمري کټګوریو کې د استاد نقيب الله، استاد عبدالقیوم او استاد احمد د کلبونو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې د استاد عبدالقیوم کلب ورزشکارانو لومړی مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د کيک جيتسو ورزش ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.