زابل؛ په شاه جوی ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبغاړو ترمنځ د تېږې اچونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت شاه جوی ولسوالۍ په چینو سیمه کې د ۲۵ لوبغاړو ترمنځ د تېږې اچونې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پای کې وحیدالله لومړی، سردارخان دویم او صدرالدین درېیم مقامونه ترلاسه کړل.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو موخه د ملي او دودیزو لوبو راژوندي کول وو.