زابل؛ په قلات ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې پنځه ورځې مخکې پيل شوې وې، د طوفان هریرود لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سياليو کې د طوفان هریرود، لب دریا، استقلال او هريرود لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې طوفان هریرود لوبډلې سيالې لب دریا لوبډلې ته د ۰/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
