زابل؛ په قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينگ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۴:۴۴
زابل؛ په قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينگ سيالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د درېيو ولايتونو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينگ سيالۍ پای ته ورسېدې.

په يادو سياليو کې له کندهار، هلمند او کوربه زابل ولايتونو څخه ورزشکارانو د نويو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په عمري کټگوريو کې گډون کړی وو، چې په پايله کې يې د زابل ولايت ورزشکارانو لومړی مقام خپل کړ.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د کيک بوکسينگ ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ يووالی وو، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۵۷
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خواجه بابا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د کندز ولایت سربېره له ګل تیپې، کلباد، قلعه زال او امام صاحب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۴۷
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د کبډي سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولايت د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کبډي ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د کبډي سيالۍ د الــ..منصور لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS